IQNA

د پاکستان او  د افغانستان د طالبانو ترمینځ د  تاؤتریخوالي دوام (مقاله)

14:56 - September 03, 2023
د خبر لمبر: 3487894
ایکنا-(تهران) د افغانستان په خاورې کې د ترهه ګرو ډلو د شتون دوام یوازې د پاکستان له خوا مطرح نه دی،بلکې دنورو ګاونډیانو پشمول د ملګروملتو امنیت شورا هم  پخپلې وروستۍ ناستې کې  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې د شتون په باب  اندیښنه اعلان کړې ده .

ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکوي،د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي  په چورلیزتوب سره د پاکستان  او د افغانستان د طالبانو ترمینځ تاؤتریخوالو جدی بڼه غوره کړې ده.2

له دې وروسته چې دپاکستان حکومت د افغانستان طالبانو ته په خطاب کې وئيلي دي د پاکستان د ګټو او خلکو د ګواښل کیدا مخنیوی د افغانستان د واکوالانو  په غاړه دی،د افغانستان دطالبانو د پوځ  لوي درستیز قاری فصیح الدین فطرت  ادعا کړې د چې ټي ټي پي  په افغانستان کې هیڅ شتون نه لري،او پاکستان  باید خپل  دښمن پخپلې خاورې داخل کې ولټوي. یو داسې ځواب چې  هیڅکله هم د پاکستان په طبعیّت ښه نه دی ،بلکې دغه هیواد تمه لري  ،طالبان په جدي توګه  له تحریک  طالبان پاکستان وګړو سره چلند وکړي  او   په پاکستان کې په ځینو موخو  دحملې لپاره د افغانستان له خاورې د دوي د استفادې خنډ شي. داپه داسې حال کې دي چې  د طالبانو دپوځ لوي درستیز د پاکستان د حکومت او پوځ  ددغې تمې او ځینو ګواښونو په ځواب کې خبرداری ورکړی،هر هغه هیواد چې د طالبانو دحکومت په ضد زور ته مخه کړي ، کلک ځواب به ورکړي.

د سیاسی چارو یو کارپوه مرتضی حیدر په دې باب وائي ؛ممکنه ده پخپله پاکستان هم دا باؤر نه درلود چې د افغانستان طالبان چې وئيل کیږي،د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې آئي ایس آئي  روزل شوي ډله ده ، د اسلام اباد په وړاندې ودریږي او پر بریتوبونو  لاس ووهي او وې ګواښي. دا موضوع هیڅکله هم  د  پاکستان  د پوځ لپاره د زغملو وړ نه ده.یو داسې پوځ چې د خپل دودیز سیال یعني هندوستان په وړاندې تر لسګونو کلونو پورې  ده چې خپل موقعیّت ئې ډير پياوړی کړی دی.

البته  د افغانستان په خاورې کې د ترهه ګرو ډلو د شتون دوام یوازې د پاکستان له خوا مطرح نه دی،بلکې د ملګروملتو امنیت شورا هم  پخپلې وروستۍ ناستې کې  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې د شتون په باب  اندیښنه اعلان کړې ده . پر دې سربیره ،نور ګاونډي هیوادونه هم  هماغه راز  افغانستان د ترهه ګروډلو ټپلو دفعالیت لپاره یو خوندي ځاي ګڼي،چې په ګاونډیو هیوادونو کې پر ځينو موخو  حملې کوي. که څه هم طالبان هماغه راز مدعي دي چې  د افغانستان له خاورې د دغه هیواد  هیڅ یوه ګاونډي هیواد ته کوم ګواښ متوجه نه دی او په دغه هیواد کې امنیت تامین شوی دی.په عین حال کې  د پاکستان او د افغانستان د نورو ګاونډيو هیوادونو له نظره، ددغه هیواد حاکمیّت  د  امنیت د تامینولو لپاره  دخپلو نړیوالو مسئولیّتونو په چوکاټ کې باید  له ترهه ګرو سره په چورلټ چلند سره  په افغانستان کې  د امنیت اوثبات د پیاوړتیا په باب خپله ادعا په عملي توګه وبریښوي.

د سیاسی چارو یو بل کارپوه اکرم عارفي هم په دې باب وائي،داسې بریښي چې د ټي ټي پي د وګړو په باب د پاکستان  دحکومت او پوځ او دغه راز د افغانستان د طالبانو د لیدتوګو ترمینځ  د نظر جدي اختلاف شته دی. احتمالا  په افغانستان کې د شتون په بڼه کې د ټي ټي پي وګړو ته د  طالبانو نظر په میلمه پالنې مشتمل دی  چې  یو پخوانی قبایلی دود دی ،البته  تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي وګړو ته د پاکستان د حکومت او پوځ  نظر په یوې ترهه ګرې ډلې مشتمل دی  چې هماغه شان  په افغانستان کې په شتون سره په پاکستان کې  ترهه ګرو حملو ته دوام ورکوي.

په هرحال د پاکستان پر پوځي ځواک وروسته ترهه ګره حمله  چې په لسګونو کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي ، داسې ښکاري  د افغانستان د طالبانو په وړاندې د پاکستان د پوځ  زغم په ختمیدا دی . که څه هم تر اوسه پورې د پاکستان پوځ  د تحریک طالبان پاکستان د وګړو په ضد د افغانستان په خاورې کې  د عملیاتو داجرا په پاب  خپل ګواښونه عملي کړي نه دي. په عین حال کې  داسې بریښي  طالبان  دغه خبرداری جدي نه ګڼي او په همدې دلیل  پاکستان  په غچ اخستونکي اقدام هم ګواښي.

په عین حال کې داسې نه ښکاري،سیمه د یوه بل  جنګ  او ناکراریو د زغملو توان  ولرل شي  او  غوره ده ، درست سیمه ایز حکومتونه د سولې او امنیت د تثبیتولو په وړاندې  خپل مسئولیّت  باندې عمل وکړي  او اجازت ورنکړي،  ترهه ګرې ډلې ټپلې  دسیمې امنیت له خطرې سره مخ کړي. ځکه  په بحراني او ترینګلو حالاتو او شرائطو کې به هیڅ یو لوری خوندي پاتې نشي او ترهه ګرې ډ لې ټپلې تل  له کوم یوه خاص لوري سره  ملګرتیا ته ژمنې نه دي او له خپلو ملاتړو سره په تناسب کې  خپل پروګرامونه او موخې بدلوي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138002

captcha